د مهسا امیني د مړینې لومړۍ کلیزه؛ ایران یې ۹ ملاتړې ښځینه فعالانې نیولي

مهسا امیني تېر کال د هغو شکنجو له امله روغتون کې مړه شوه، چې د ایران مذهبي پولیسو د حجاب نه لرلو په نوم ورکړې وې - ارشیف

د ایران امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې د ګیلان ولایت په بېلابېلو ښارونو کې د ښځو د حقونو ۹ نامتو فعالانې په داسې حال کې نیولي، چې چارواکي د مهسا امیني د مړینې د لومړۍ کلیزې په مناسبت د لاریونوالو ځپلو ته دوام ورکوي.

د تېر کال د سپټمبر په ۱۶مه ډاکټرانو د ارشاد پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني مړینه اعلان کړه. هغه د حجاب له قانون څخه د سرغړونې په تور نیول شوې وه.

د مهسا امیني وژنه د ایران په مختلفو ښارونو کې د قهرجنو مظاهره چیانو د راوتلو لامل شوه او د مظاهرو له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې ۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

په ګیلان ولایت کې د نیول شویو فعالانو د نیول کېدو دقیق لامل او ځای نه دی په ډاګه شوی او چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.