اوچا: ۷۹ سلنه افغانان د لومړنیو اړتیاوو لپاره لازمې اوبه نه لري

یوه افغانه کورنۍ، چې د اوبو له کموالي ځوریږي - ارشیف

د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ اداره، اوچا وايي، کابو ۷۹ سلنه افغانان د څښاک، پخلي، او مینځلو لپاره کافي اوبه نه لري.

اوچا په یوه ټویټ کې ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې د بشري بحران له یوه تر ټولو سخت وضعیت سره مخامخ دی.

د بېلابېلو بنسټونو د راپورونو له مخې، پر له پسې وچکالیو د افغانستان د اوبو پر سرچینو ناوړه اغېز کړی دی.

د افغانستان د یو شمېر سیمو بزګرانو ویلي، چې د وچکالۍ له امله یې خپلې سیمې پرېښي او نورو سیمو ته کډه شوي دي.

افغانستان د اقلیمي بدلونونو له تر ټولو زیانګالو هېوادونو هم یاد شوی.

د طالبانو د حکومت چارواکو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په دې برخه کې خپلې وار د مخه ژمنه شوې پروژې دوی سره د سیاسي ستونزو له نظر کې نیولو پرته، ترسره کړي.