د بودیجې کمښت؛ سور صلیب: د افغانستان ۲۵ روغتونونو سره د مرستو لویه برخه ممکن ودروو

په کابل کې د سره صلیب په مرسته تمویلیدونکی یو روغتون - ارشیف

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې یوه ویندوی افغانستان ته د نړیوالو مرستو د کمېدو په باب د اندېښنو د زیاتېدو په منځ کې وویل، چې ښايي د روان اګست تر پایه په افغانستان کې د ۲۵ روغتونونو مالي ملاتړ ودروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګروملتو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر، اوچا وايي چې د مالي مرستو د کمېدو له کبله ګڼ شمېر ژوندژغوروونکي پروګرامونه درول شوي دي.

د اوچا د معلوماتو پر اساس، تر ۲۶۰ ډېر روغتیايي مرکزونو او ګرځنده کلینیکونو خدمات درولي چې له کبله یې ۲ میلیونه افغانان له روغتیايي خدماتو بې برخې شوي دي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ویندوی دیوګو الکانتارا پرون (پنجشنبې) رویټرز خبري اژانس ته وویل، که څه هم دوی د حکومت له وزیرانو، مرستندویانو او موسسو سره تماسونو او تعامل ته دوام ورکوي، چې د روغتونونو د دوامدار ملاتړ لپاره د مرستو متبادل ومومي خو فکر کوي چې د اګست تر پایه پورې په تدریجي ډول د روغتونونو ملاتړ پای ته ورسوي.

الکانتارا دا هم وویل، چې سورصلیب د اوږدې مودې لپاره د عامه روغتیايي سکتور د خدماتو دوام ته لازم امکانات او واک نه لري.

د طالبانو د ځایي چارواکو په وینا، د کندهار میرویس روغتون سره د سره صلیب مرستې له یوې میاشتې راهیسې پای ته رسېدلې دي

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون، چې د څو ولایتونو ناروغان د درملنې لپاره ورځي، یو له هغو روغتونونو څخه دی چې د سره صلیب مرستې پرې درېدلي دي.

په کندهار کې د طالبانو د حکومت دعامې روغتیا ريیس عبدالمنان کاکړ وايي چې دغه روغتون ته د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مرستې له وړاندې څخه درېدلې دي.

د سږ کال په اپریل میاشت کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي و، چې د مشرتابه پلاوي یې د ۲۰۲۳ کال او د ۲۰۲۴ د لومړیو لپاره په خپلو لګښتونو کې د څه باندې ۴۷۵ میلیون ډالرو کمښت تصویب کړی او په ځینو ځایونو کې یې خپل کارونه ځنډولي ځکه چې د بشري مرستو لپاره بودجه کمه شوې ده.

د امریکا په هارورډ پوهنتون کې د طبي چارو افغان څېړونکی ډاکتر سیدحبیب اروال، د سره صلیب د مرستو کمېدا د افغانانو لپاره لوی تاوان بولي.

نوموړی وایي: "د هیواد د ۲۵ مهمو روغتونونو تمویل او تجهیز سور صلیب په غاړه درلود، اوس کې دوی د دغو روغتونو ملاتړ پریږدي، دا به د افغانانو لپاره د روغتیايي خدماتو په برخه کې لوی ناورین وي."

په کابل او ولایتونو کې د سره صلیب د مرستو یوه لویه برخه افغان معلولیت لرونکو ته ځانګړې ده

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، چې په افغانستان کې به خپلو نورو روغتیايی خدماتو؛ لکه د معلولانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

څرګنده نه ده، چې د دغو عملیاتو لپاره چې د افغانستان د ډېرو لویو روغتونونو لګښتونه او معاشونه برابروي، څومره پیسې پکار دي او ایا د طالبانو حکومت یې له خپلې مالي بودجې ورکولی شي او که نه.

د طالبانو د حکومت د ماليې وزارت ویندوی ویلي، چې د سږ کال مالي بودجه نهايي شوې خو په علني ډول خپره شوې نه ده.

د جمهوري حکومت له پرزېدو وروسته د افغانستان د دغو سترو روغتونونو، چې میلیونونو خلکو ته خدمات وړاندې کوي، مالي ملاتړ سره صلیب په غاړه واخیست.