له دندې لرې شوې مېرمن: د کور کرایه نه لرم

Your browser doesn’t support HTML5

شریفه ابراهیمي په بامیان ولایت کې د مستوفیت کارکوونکې وه. کله چې طالبان واک ته ورسېدل، دوه کاله وړاندې یې خپله دنده له لاسه ورکړه. ابراهیمي وايي، اوس هېڅ عاید نه لري چې د خپلې کورنۍ لګښتونه پرې پوره کړي. له کاره محرومیت شریفه او سلګونه زره نورې ښځې په له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ کړي.