یوناما: طالب چارواکي دې نړیوال بشري حقونه رعایت کړي

د یوناما نښان

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما له طالب چارواکو کې غوښتي چې نړیوال بشري حقونه رعایت او د دوی په بند کې خبریالانو ته اجازه ورکړي چې له خپلو کورنیو سره وګوري.

یوناما نن پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر لیکلي، طالبانو په تېرو لسو ورځو کې د افغانستان په شپږ ولایتونو کې خبریالان نیولي دي.

یوناما د طالبانو په بند کې د افغان اصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او نجونو د تعلیم فعال مطیع‌الله ویسا ته په اشاري ویلي، طالبان دې ټولو هغو کسانو ته چې د دوی په توقیف کې دي، اجازه ورکړي چې له خپلې کورنیو سره وګوري، د ځان لپاره مدافع وکیل وټاکي او د هغو تورونو په اړه پوه شي چې پرې لګېدلي دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان پرون ویلي وو چې په تېرو لسو ورځو کې په افغانستان کې نهه خبریالان نیول شوي دي.

د دې سازمان د معلومات پر بنسټ، فقیر محمد فقیرزی، جان اغا صالح، حسیب حساس، حبیب سراب، سید وحدت الله ابدالي، شمس الله عمري، وحید رحمان افغانمل، عطاالله عمر او پروېز څرګند، په تېرو لسو ورځو کې د طالبانو لخوا نیول شوي چې له وحید رحمان افغانمل پرته نور ټول د طالبانو په بند کې دي او د ساتلو ځای یې هم څرګند نه دی.