طالبانو له افغانستانه بهر د افغاني پاسپورټونو لپاره نوې بیې اعلان کړې

د افغانستان پاسپورټ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبې له افغانستانه دباندې د افغاني پاسپورټونو لپاره نوې بیې اعلان کړې.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له هېواده دباندې د ۵ کلن پاسپورټ بیه ۱۲۰ او د ۱۰ کلن هغه ۲۲۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده.

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې د یو کال تمدید لپاره به ۲۰ ډالره اخیستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سفارتونه د پنځو کلونو لپاره پاسپورټ د سټېکر په وسیله په ۲۰۰ یورو تمدیدوي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پر له پسې د پاسپورټ بیه لوړه شوې، خو دا به لومړی وار وي چې د پاسپورټ د بیې د کمېدو پرېکړه کېږي.