طالبانو په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت منع اعلان کړ

د طالبانو په کنترول کې د افغانستان عدلیې وزارت

د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت پرون چهارشنبې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت منع اعلان کړ.

د طالبانو د حکومت د عدلیې سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ګوندونه شرعي اساس نه لري او فعالیت یې ګټه نه لري.

شرعي وویل، تجربې ثابته کړې چې د افغانستان روانې بدمرغۍ د سیاسي ګوندونو له کبله دي.

طالبانو دا بندیز په داسې حال کې اعلان کړ چې تراوسه پورې اساسي قانون نه لري او د حکومت د مشروعیت د مراجعو په اړه هېڅ راز وضاحت نه ورکوي.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د نجونو او ښځو د تعلیم او کار په شمول له موسیقۍ رانیولې تر سینګارتونونو پورې پر ګڼو شیانو بندیزونه لګولي دي.