د پاکستان د دیني عالمانو یو پلاوی کابل ته تللی

د پاکستان یو شمېر دیني عالمان - ارشیف

د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور پر بنسټ، دا پلاوی طالب لوري سره د خبرو لپاره نن کابل ته تللی او د اګسټ تر ۱۷ مې به هلته وي.

د پلاوي مشر مولانا محمد طیب قریشي مشال راډیو ته وویل، د پلاوی د سفر موخه د پاکستان او طالب چارواکو تر منځ ناندریو ته د پای ټکی ایښودل دي.

کابل ته د پاکستاني دیني عالمانو سفر په داسې حال کې دی، چې په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو پر افغان طالبانو نیوکه کړې، چې تحریک طالبان پاکستان ته يې په افغانستان کې خویندي ځایونه ورکړي دي.

د پاکستاني چارواکو په تازه څرګندونو کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر پرون ویلي، پاکستاني طالبان دې د افغانستان خاروه د پاکستان پر ضد نه کاروي.

طالبانو بیا د پاکستاني چارواکو دا تورونه رد کړي دي.