پر نړیوالو د بشري حقونو د اسیایي فورم غږ؛ د طالبانو د بشري سرغړونو پر وړاندې یو لاس شئ

د طالبانو مشر ملا هبت الله ته منسوب تصویر او یو شمېر طالب وسله وال - ارشیف

د بشري حقونو د پراختیا اسیايي فورم The Asian Forum for Human Rights and Development وايي، نړيوال باید د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د زیاتېدونکو سرغړونو پر وړاندې د افغانانو د اساسي حقونو او ازادۍ د دفاع لپاره متحد شي.

ياد شوي فورم د سه‌شنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د دويمې کاليزې په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې طالبان دې د بشري حقونو د سرغړونو او د جنسیتي توپیر په خاطر حساب ورکړي.

خو د طالبانو حکومت تل دا ډول راپورونه رد کړي او ادعا کوي، چې په افغانستان کې بشري حقونه تر بل هر وخت ښه خوندي شوي دي.

د بشري حقونو د پراختیا د اسیايي فورم په اعلاميه کې زیاته شوې، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې په افغانستان کې د دوی له واکمنۍ راهیسې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې او ټول هغه بنسټونه او مېکانیزمونه له منځه وړي چې د بشري حقونو او د قانون د حاکمیت د ساتنې مسوولیت لري.

د بشري حقونو د پراختیا آسیایي فورم چې د اسیا په ۲۳ هېوادونو کې د ۸۵ سازمانونو ګډه شبکه ده، په افغانستان کې د میلیونونو وګړو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو په اړه يې د نړۍ پر غبرګون نیوکه کړې او هغه یې غیر موثره او نا همغږې بللې ده.

طالبان په پرله پسې ډول ښځو سره په ناوړه چلند تورن دي او ښځو يې پر ضد اعتراضونه کړي

په ورته وخت کې د جندر د برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو دفتر په خپله وېبپاڼه کې د «اګسټ له میاشتې وروسته» تر سرلیک لاندې د یو شمېر افغان مېرمنو د کیسو او پیغامونو په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو په دوو کلونو کې په افغانستان کې حاکمیت، د ښځو او افغان نجونو ژوند ورځ تر بلې ستونزمن شوی او د هغوی حقونه، د ژوند معیارونه او ټولنیز او سیاسي موقف يې زیانمن شوی دی.

په ورته وخت کې په کابل کې یوې مېرمنې چې نه یې غوښتل نوم يې په راپور کې ياد شي، ازادي راډيو ته وویل چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې خپل ژوند په ناهيلۍ کې تېر کړی دی.

نوموړې وویل:"له موږ د زده‌کړو او تحصيل حق اخیستل شوی، فردي ازادي نه لرو. طالبانو په بشپړه توګه ښځې له ټولنې لرې کړي، موږ ډېرې ناهیلي یو. له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو پوښتنه کوو، کله چې وینئ چې افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې کېږي، نو ولې چوپ ياست؟ ولې عملي اقدام نه کوئ؟"

له بلې خوا د ښځو د حقونو فعاله شايسته صافۍ وايي چې افغان مېرمنې په تېرو دوو کلونو کې له ډېرو محدودیتونو او سختو ورځو څخه تېرې شوې دي.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، په افغانستان کې د ښځو له حقونو د سرغړونو په اړه نړيوال غبرګونونه يوازې تشې خبرې او شعارونه دي او اوس عملي اقدام ته اړتيا ده.

مېرمن صافۍ وویل:"زما هيله او غوښتنه له هغو هېوادونو چې د زبرځواکونو په توګه پېژندل کېږي دا ده چې، عملي اقدام وکړي، بس دی، موږ دوه کاله ډېر سخت وخت تېر کړی دی. ایا څوک په رښتیا د افغانستان ښځې درک کولای شي که زموږ پر ځای وای، هغه وخت دوی کولی شوای چې قضاوت وکړي، چې موږ په کومو شرایطو وضعيت تېر کړی."

د طالبانو له واکمنیدو سره له افغان نجونو او ښځو له لومړنیو پرته د نورو زده کړو او تحصیل حق اخیستل شوی

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د بشري حقونو او پراختیا د اسیايي فورم د راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

که څه هم د طالبانو حکومت په تېرو دوو کلونو کې ښځې د زده‌کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو له حقه بې برخې کړي، خو تل یې ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي.

د طالبانو د کړنو په وړاندې نړیوال غبرګونونه کافي نه بلل کیږي، په داسې حال کې چې ډېری هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په پرله‌پسې ډول په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د نقض په اړه په ځلونو غبرګونونه ښودلي او بشري حقونو ته درناوی او رعايتول يې طالبانو ته د رسميت پېژندلو لپاره شرطونه اېښي دي.