سي پي جی: د طالبانو واکمنۍ کې د رسنیو وضعیت مخ په خرابېدو دی

ارشیف: په کابل کې د یوې رسنۍ نیوز روم

د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټه وايي، پر افغانستان د طالبانو په دوه کلنې واکمنۍ کې د رسنیو وضعیت مخ په خرابېدو دی.

'سي پي جی' نن په خپل تازه راپور کې وویل چې طالبانو پر افغانستان د واکمنېدو په پیل کې ژمنه کړې وه چې د رسنیو د آزادۍ او د ښځو د حقونو ملاتړ به کوي، خو دا دی دوه کاله وروسته نه یوازې له دې ژمنې په شا شوي بلکې د هغو رسنیو ځپل یې پیل کړې دي چې یووخت په ډېر ښه وضعیت کې وې.

'سي پي جی' د رسنیو د سانسور، پر خبریالانو د حملو او د هغو د غیرقانوني نیونو، د ښځینه خبریالانو پر کار د محدودیتونو او نورو مواردو یادونه کوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر طالبانو فشارونو ته دوام ورکړي څو د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او اجازه ورکړي چې افغانستان یوځل بیا د رسنیو له آزادۍ سره ډیموکراتیکې تګلارې ته برابر شي.

د طالبانو حکومت تراوسه د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.