اوکرایني چارواکي: د روسیې په برید کې درې کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي

د روسیې د برید له کبله د یوه ویجاړه شوې ودانۍ.

روسیې نن د اوکراین په لوېدیځ کې د توغندیو یو لوی برید وکړ چې د راپورونو له مخې لږترلږه درې کسان یې ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

د اوکراین هوايي ځواک وايي، له سمندر څخه ویشتل شوي د روسیې شپاړس کروز توغندي یې نسکور کړي، خو وايي، یوشمېر یې د ناټو د غړي پولنډ سرحد ته نږدې د لیویف او وولین سیمو پر ځینو سیمو لګېدلي دي.

د وولین والي یوري پوهولیایکو پر خپل فېسبوک لیکلي چې دا درې کسان په لوڅک ښارګوټي کې د لګېدلي توغندي په چاودنه کې وژل شوي.

چارواکو ویلي چې په لیویف کې د توغندیو حملې ځاني زیان نه دی اړولی، خو د استوګنې څو ودانۍ یې سوځولې دي.