طالبانو په کندهار کې خبریال 'وحیدالرحمان افغانمل' خوشې کړ

ارشیف

خبریال وحیدالرحمان افغانمل تېر ماښام په کندهار کې طالبانو خوشي کړ، خو د دوو نورو خبریالانو؛ عطالله عمر او شمس الله عمري برخلیک څرګند نه دی.

دوی د یکشنبې په ورځ په کندهار کې ونیول شول.

د افغانستان د خبریالانو مرکز پرون وویل چې په تېرو دوو کلونو کې ۱۷۶ افغان خبریالان نیول شوي دي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پر رسنیو او خبریالانو فشارونه زیات شوي او په ځلونو خبریالان نیول شوي دي.

د بې پولې خبریالانو د کمېټې پر اساس د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته تر نیمايي ډېرو رسنیو فعالیت درولی دی.