بریتانیا ته په لاره د کډوالو د بېړۍ د ډوبېدو له کبله ۶ افغانان مړه شوي

د فرانسې ژغورونکې ډله د ډوبې شوې بېړۍ له کبله د مړو شویو کسانو د راایستلو پر مهال

بریتانیا ته په لار د افغانانو او ځینو نورو هېوادونو د پناه غوښتونکو یوه بېړۍ ډوبه شوې چې په‌کې لږ تر لږه ۶ افغانان مړه شوي.

پېښه د شنبې په ورځ شوې او د افغانانو مړي پرون راایستل شوي.

د سمندري چارو لپاره د فرانسې د دولت وزیر هاروي بیرویل د کالې په بندر کې خبریالانو ته د پېښې په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې قاچاقبران کډوال مرګ ته لېږي.

د بریتانیا او فرانسې ژغورونکو ټیمونو څه باندې شپېته کسان ژوندي ژغورلي چې اکثر په‌کې افغانان دي.

په پاریس کې د افغانانو د یووالي ټولنې هم په خپله فېسبوکپاڼه د شپږو کسانو د مړینې د تایید تر څنګ ویلي چې د لږ تر لږه لسو کسانو د مرګ او ژوند په اړه لا معلومات نه‌شته.

سره له ده چې فرانسه او بریتانیا د کالې له لارې بریتانیا ته د پناه غوښتونکو د تګ مخه نیسي، خو اکثر افغانان او د نورو هېوادونو اوسېدونکي په قاچاقي بېړیو کې غواړي بریتانیا ته ورسېږي.