په کندهار کې طالبانو دوه خبریالان نیولي

د کندهار ښار یوه څنډه

په کندهار کې پرون د طالبانو استخباراتو د طلوع نیوز خبریال عطاالله عمر او د اطلاعات روز خبریال وحیدالرحمن افغانمل نیولي دي.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل د امنیتي ملحوظاتو له مخې نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې دغه خبریالان د طالبانو د استخباراتو له خوا نامعلوم ځای ته انتقال شوي دي.

په تېره یوه اوونۍ د طالبانو د حکومت له خوا د نیول شویو خبریالانو شمېر ۶ تنو ته ورسېد.

په پکتيا کې د اريانا تلوېزيون سيمه ييز خبريال حبيب‌الله سراب، په ننګرهار کې د کليد راډيو د دفتر مسوول فقير محمد فقيرزی او د دغه رسنۍ خبریال جان اغا صالح او په کندز کې د سلام وطندار راډيو سيمه ييز خبريال حسيب حساس هغه کسان دي چې د پنجشنبې ورځې راهیسې نیول شوي دي.