د اوکراین لویه څارنوالي: فبرورۍ کې د روسیې بریدونو ۵۰۰ ماشومان وژلي او تر زرو زیات ټپیان کړي

پر اوکراین د روسیې د بریدونو یوه څنډه

د اوکراین لویې څارنوالۍ نن وویل، چې د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل له پیله لږ تر لږه ۵۰۰ ماشومان وژل شوي او تر زرو زیات نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي دا بشپړې شمېرې نه دي ځکه د روسي ځواکونو له خوا په اشغال شویو سیمو کې د اطلاعاتو راټولول سخت کار دی.

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ تېره میاشت په یوه راپور کې وویل چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په بهیر کې تر ۹۳۰۰ ډېر ملکیان وژل شوي او تر ۱۶۶۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

روسیې د اوکراین پر ښارونو خپلو هوايي حملو ته دوام ورکړی دی.