هندي کرکټر د افغان لوبډلې د توپ وهنې روزونکی شو

د افغانستان د کرکټ بورډ مرکزي دفتر

د افغانستان کرکټ بورډ، هندی کرکټر میلپ پرادیپ کومار میوادا د هېواد د ملي لوبډلې د توپ وهنې د روزونکي په توګه ټاکلی دی.

کرکټ بورډ پرون په یوه بیان کې ویلي چې میوادا په سریلانکا کې د افغانستان رونیز کمپ ته رسېدلی دی څو افغان لوبغاړو ته له پاکستان سره د یوورځنیو لوبو د چمتووالي په چاره کې روزنه ورکړي.

د کرکټ بورډ بیان زیاتوي، چې میوادا د روزونکي په توګه ډېره تجربه لري.

هغه د هند د حیدرآباد د ایالتي ټولنې د لوبډلو، د چاتیسګړ ایالت د سینګ لوبډلې او د جمو او کشمیر د کرکت د ټولنې لوی روزونکی پاتې شوی.