مولوي عبدالجبار: چې ملا هبت الله امر وکړي، پوهنتونونه به ژر نجونې محصلانې وغواړي

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت لوحه

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سلاکار مولوي عبدالجبار وايي، چې پوهنتونونه د نجونو منلو ته چمتو دي خو د دوی د لوی مشر امر ته سترګې په لاره دي ځکه د نوموړي په وینا په دې اړه وروستۍ پرېکړه د ملاهبت الله اخوندزاده په لاس کې ده.

ښاغلي جبار چې له اسوشیتيدپریس خبري اژانس سره خبرې کولې، نه دي ویلي چې دا پرېکړه به څه وخت وشي.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو لوی مشر امر وکړ چې پوهنتونونه دې بند شي، بند شول او چې کله یې د خلاصولو امر وکړ نو په هغه ورځ به خلاص شي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو لومړی له شپږم د پورته ټولګیو زده کوونکې له زده کړو بې برخې کړې او بیا یې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم بندې کړې، خو په دې ټوله موده کې یې په وار وار تینګار کړی چې دا کار موقتي دی.