کندهار کې د معتادینو یو سل بستریز روغتون چمتو شوی

د نیشه یي توکیو یو شمېر افغان معتادین - ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان WHO وايي په کندهار ولایت کې یې په نشه يي موادو د روږدو کسانو د علاج سل بستریز روغتون یې بیارغولی او بدل کړی دی.

د ملګرو ملتونو اړوند دې سازمان پر خپل ټویټر دا خبر ورکړی او ورسره لیکلي يې دي، چې دا کار یې د اروپايي ټولنې په ملاتړ ترسره کړی دی.

WHO وايي دا روغتون یې له هغو کسانو سره چې له اعتیاد څخه د خلاصون په حال کې دي د مرستې لپاره کړی دی.

دې سازمان له مرستندویانو څخه هم مننه کړې، چې په افغانستان کې د مخدروموادو د کارولو له کبله د ناروغیو په علاج او د ذهني روغتیا په برخو کې مرسته کوي.