ازادۍ جبهې په کابل کې د برید او ۵ طالبانو د وژلو ادعا وکړه

د کابل پر یوه سړک د طالبانو ځواکونه - ارشیف

د طالبانو د حکومت یوه مخالفه ډله "د ازادۍ جبهه" د کابل ښار د درېیمې حوزې اړوند په پل سرخ سیمه کې له طالبانو سره د نښتې او پکې د ۵ طالبانو د وژلو او ۲ نورو د ټپي کیدو ادعا لري.

د طالبانو د حکومت د امنیتي بنسټونو ویاندویانو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د پل سرخ د سیمې یو تن اوسیدونکی چې نه غواړي د امنيتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې خپور شي ،ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د دې پېښې پخلى وکړ.

نوموړي وویل:"تېره شپه ۸:۲۳ دقیقې وې او موږ ډوډۍ خوړله، د چاودنې غږ مو واورېد، درې دقیقې وروسته جګړه پیل شوه او څلوېښت دقیقې یې دوام وکړ، ډېر شور وو، هغه سیمه کې چې چاودنه شوې وه ټوله خالي شوې وه ، دوکاندارانو خپل دوکانونه تړلي وو، له پل سرخ څخه دوه دقیقې لرې د پل وحدت په نوم یوه سیمه ده. هلته یو امنیتي مرکز دی په همدې پوسته برید شوی و."

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو مخالفه ډله هم وخت په وخت د دوی خلاف د بریدونو ادعا کوي، خو طالبان یې ادعاوې بې بنسټه بولي

خو ازادۍ جبهې په خپلې اعلامیه کې ادعا کړې، چې نښتې پنځلس دقیقې دوام وکړ او د دغې جبهې جنګېدونکو ته زیان نه دی رسېدلی.

ازادۍ جبهې دغه شان ادعا کړې، چې د جمعې په شپه ۱۱:۴۰ دقیقې یې د بغلان ولایت د پلخمري ښار د پل معدن په سیمه کې یې د طالبانو پر یوه قرارګاه عملیات کړي، چې په پایله کې یې دوه طالبان وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د دغې جبهې په وینا، چې یو رینجر ډوله موټر یې هم له منځه وړی دی.

په سيمه کې يوې سرچينې هم دغه پېښه ازادي راډیو ته تاييد کړې، خو د نورو جزياتو له ورکولو يې ډډه وکړه.

ازادي راډیو سیمې ته د بشپړ لاسرسي د نه لرلو له امله، په دې اړه خپلواکو سرچینو سره په خبرو ونه توانیده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی خلاف د وسله والو فعالیتونو موجودیت بې اساسه بولي

ومو غوښتل چې د دې ادعاوو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم واخلو خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو طالب چارواکو تر دې وړاندې دا ډول ادعاوې رد کړي او ویلي، چې د افغانستان په هېڅ کومه سیمه کې یې په هېڅ نوم وسله وال مخالفان موجودیت او پر کومې سیمې حاکمیت نه لري.

د افغانستان د ازادۍ جبهې تر دې مخکې هم د طالبانو پر پوستو د بریدونو او د طالب ځواکونو د وژلو او ټپي کولو ادعاوې کړې دي.

دغې جبهې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې خپل موجودیت اعلان کړ.

تر دې وړاندې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې هم د اسد میاشتې په لومړیو کې ادعا کړې وه، چې په کاپیسا کې یې درې طالبان وژلي، خو طالبانو په رسمي ډول دا موضوع نه ده تایید کړې.