د طالبانو خلاف د افغان ښځو اعتراضونه؛ کابل کې ورسره تاوتریخوالی هم شوی

د تخار په مرکز تالقان کې ښځینه معترضانې

په کابل، تالقان او د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې نن یوشمېر افغان ښځو د طالبانو پرضد اعتراضونه وکړل.

په کابل کې اعتراض کوونکو ازادي راډیو ته وویل، چې له دوی سره د طالبانو امنیتي کسانو بد چلند وکړ او اجازه یې ورنه کړه چې خپل اعتراض ترسره کړي.

په تخار او اسلام اباد کې بیا دا اعتراضونه ترسره شول.

د طالبانو د بیا واکمنۍ د دویم کال د پوره کیدو په درشل کې دې میرمنو پر نړیوالو غږ وکړ، چې پر طالبانو فشار راولي چې د دوی بشري حقونه ورکړي.

له ننه درې ورځې وروسته د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ دوه کاله پوره کیږي.