امريكا د افغانستان په اړه د استانې غونډې نور جزییات اعلان کړل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په استانه کې د جولای په ۲۷مه د C5+1 ځانګړې غونډې پر مهال د یوه ټول شموله، متحد، خپلواک، با ثباته او د ځان بسیا افغانستان په جوړېدو خبرې اترې شوي.

له دې غونډې د دوو اوونیو تېرېدو وروسته، د قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان، ازبیکستان او د امریکا په ګډه اعلامیه چې پرون د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په خپله ویب‌پاڼه خپره کړې لیکل شوي، غونډه کې په یوه داسې افغانستان ټینګار شوی چې له ترهګرۍ څخه پاک وي، د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو خلکو حقونو ته په کې درناوی وشي، او د خپل ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې وي.

اعلامیه کې لیکل شوي، په دې غونډه کې په دې خبرې هم شوي چې د افغانستان خاوره نه‌باید د تاوتریخوالي، افراطیت، د ترهګرۍ د تمویل یا هم صادرولو لپاره وکارول شي.

د C5+1 اعلامیه کې سولې او ثبات ته د افغانستان د رسېدو لپاره د ښځو او نجونو، مذهبي او قومي لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو ترمنځ د خپل هېواد د راتلونکي او مشارکت په اړه د سیاسي ډیالوګ د اهمیت یادونه شوې او د یوې داسې ټول شموله پروسې اړتیا یې مهمه بللې چې د نورو شیانو تر څنګ، د حساب ورکوونکي او نمایشي حکومتي ادارو په جوړولو تمرکز کوي.

دا اعلامیه داسې مهال خپرېږي چې د طالبانو حکومت بیا تل ادعا کوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد له کارولو خوندي ده او تر خوا یې د دوی حکومت همه شمول هم دی.