شهباز شریف: ولسمشر دې بېړه نه کوي، نن سبا کې دنده پرېږدم

د پاکستان په کور کېدونکی صدراعظم شهباز شریف

د پاکستان تلونکي صدراعظم شهبازشریف ویلي نن یا سبا به نوی چارسمبالی صدراعظم معرفي شي.

هغه دا خبره د جمعې په ورځ له خبریالانو سره په یوه غیر رسمي ناسته کې کړې ده.
شریف د پاکستان د ولسمشر عارف علوي د لیک په ځواب کې چې د چارسمبالي حکومت په جوړولو یې ټینګار کړی ویلي، چې دی تر اتو ورځو صدراعظم دی او ولسمشر ته دومره بېړه نه ده کار.

شریف ویلي چې که په دریو ورځو کې چارسمبالی صدراعظم معرفي نه کړای شي نو پارلماني کمېټه په دې اړه لاس په کارېدلی شي.

د اګسټ په نهمه د پاکستان د تلونکي صدراعظم شهبازشریف په غوښتنه د دغه هېواد ولسمشر عارف علوي د پارلمان د منحلولو سند لاسلیک کړ.

په دې اساس باید ژر تر ژره نوی چارسمبالی حکومت کار پیل کړي څو ټاکنو ته لار هواره کړي.