د خپلواکۍ جبهې ادعا؛ د کابل په یوه پوسته کې مو ۵ طالبان وژلي

د افغانستان د خپلواکۍ جبهې لوګو

د افغانستان د خپلواکۍ جبهې ادعا کړې، چې د جمعې په شپه یې په کابل کې پنځه طالب وسله وال وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي.

دې جبهې په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د کابل په درېیمه حوزه کې یې د پل سرخ له سیمې سره د طالبانو پر پوستې برید کړی او شاوخوا پنځلس دقیقې یې جګړه ورسره کړې.

د طالبانو ویاندویانو د دې خبر تر لیکلو پورې د خپلواکۍ جبهې د دې ادعا او شوې جګړې په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.
ازادي راډیو په خپلواکه توګه د جګړې د ښکېلو خواو ادعاوې نه شي تاییدولی.

د افغانستان د پخواني لوی درستیز او د دفاع وزارت مرستیال جنرال یاسین ضیا په مشرۍ د خپلواکۍ جبهه د طالبانو پر ضد له وسله والو ډلو یوه ده، چې د ځینو بریدونو مسوولیت په غاړه اخلي.