واشنګټن پوسټ: برېتانیا په سورۍکښتۍ کې د ورغلي افغان ځوان په ګډون ګڼ ناقانونه کډوال روونډا ته لېږي

د هغو پناه غوښتونکو یوه کښتۍ، چې پر خطرناکو سمندرونو ور ګډ دي او یوه خوندي هېواد ته پناه وړل غواړي - ارشیف

سټارس انډ سټرایپس :

د امریکا د متحدو ایالتونو سټارس انډ سټرایپس ورځپاڼې پرون د هغو افغانانو پر برخلیک لیکنه خپره کړې چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته لا هم د امریکا د ویزو ترلاسه کولو په تمه دي.

د لیکنې په پیل کې د اسوشېټېډ پریس اژانس په حواله، د خبریالې شکریې صدیقي یادونه شوې چې د ښځو د حقونو لپاره یې هم مبارزه کوله، په تېر حکومت کې یې د ښځو لپاره اختصاص شوي د امن کورونه کتل او له هغو ښځو سره یې مرکې کولې چې د کورني تاوتریخوالي له کبله یې دغو کورونو ته پناه وړې وه، شکریه به له دغو مېرمنو سره چې د طلاق اخیستو لپاره محکمې ته تللې، یوځای وه.

کله چې طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د هغې پر پلرني ټاټوبي هرات هم ولکه ټینګه کړه، شکریه له خپلې کورنۍ سره هڅه وکړه له کابله د امریکا په وروستۍ الوتنه کې له افغانستانه ووځي، دوی هڅه وکړه تاجکستان ته لاړ شي، خو ویزې یې نه درلودې، خو بالاخره د ۲۰۲۱م کال په اکتوبر میاشت کې وتوانېده ګاونډي هېواد پاکستان ته واوړي.

د سټارس انډ سټرایپس ورځپاڼې په لیکنه کې راغلي، چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته په زرګونو افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډه شول. زیات یې دېته په تمه دي چې د امریکا متحدو ایالتونو یا نورو هېوادونو ته لاړ شي.

د لیکنې له مخې د شکریې یو هدف د امریکا د کډوالۍ د هغه پروګرام له لارې د امریکا متحدو ایالتونو کې مېشتېدل دي، چې له خطر سره د مخامخو شویو افغانانو لپاره اعلان شوی او له مخې یې هغه کسان امریکا ته بېول کېږي، چې د امریکا له حکومت، رسنیو یا هم مرستندویو بنسټونو سره یې کار کړی وي.

خو پر افغانستان د طالبانو د ولکې بیاټینګولو دوه کاله پوره کېدونکې دي او د شکریې په څېر په زرګونو افغانان لا هم امریکا ته د تګ په انتظار دي.

د مقالې لیکوالان وايي، که څه هم په وروستیو کې په دې برخه کې څه پرمختګونه شوي، خو د افغانانو لپاره د امریکا د ویزو ورکول ډېر وخت نیسي او تر اوسه یوازې لږ شمېر افغانان توانېدلي په امریکا کې مېشت شي.

په پاکستان کې مېشتو افغانانو په وروستیو کې شکایت کړی، چې د قانوني اسنادو له لرلو سره- سره یې د پاکستان پولیس ځوروي او پیسې ځنې اخلي.

واشنګټن پوسټ :

د امریکا له متحدو ایالتونو خپرېدونکې بلې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ پرون بریتانیا ته په قاچاقي ډول د ورغلو کډوالو پر وضعیت لیکنه خپره کړې چې افغانان هم په کې شامل دي او د یوه لانجمن قانون له مخې ځینې یې روونډا ته لېږل کېږي.

د لیکنې په پیل کې یې د مصدق په نوم د یوه ۲۷ کلن افغان یادونه کړې، چې روونډا ته د لېږلو په اړه یې یو مکتوب ترلاسه کړی دی.

مصدق چې نه یې غوښتل تخلص یې په لیکنه کې یاد شي ورځپاڼې ته ویلي، خپل ژوند یې په خطر کې واچاوه او په وړو کښتیو کې یې ځان بریتانیا ته ورساوه، په دې کښتۍ کې تر حد زیات کسان سپاره وو او کښتۍ د لارې په اوږدو کې سورۍ شوه، چې دوی اړ شول له سرحدي ساتونکو مرسته وغواړي.

د بریتانیا د غیرقانوني کډوالۍ د تازه قانون له مخې چې پارلمان تېره میاشت تصویب کړ، په بریتانیا کې د هغو کسانو مخه نیول کېږي چې په غیررسمي ډول یې قلمرو ته داخل شوي او د کډوالۍ پروګرام ته یې درخواست ورکړی دی.

په بریتانیا کې په سلګونو افغان پناه غوښتونکي، په قانوني لارو له افغانستانه تر ایستل کېدو وروسته د لنډمهالو استوګنځیو په توګه په هوټلونو کې اوسېدل خو اوس دوی ته هم ویل شوي چې له هوټلونو ووځي او خپله د خپلې استوګنې غم وخوري.