روسي محکمې د اوکراین جګړې په مخالفت تورن لیکوال ته برات ورکړ

د روسیې د یوې محکمې تصویر

د روسیې په پرم ښار کې یوې محکمي لیکوال الکساندر نیکونوف ته برات ورکړی دی.

د نیکونوف مدافع وکیل پرون وویل، محکمي دې روسيي لیکوال ته په ټولو لګیدلو تورونو کې برات ورکړ.

۸۲ کلن نیکونوف د روسیه د پوځ په بدناموالو هغه وخت تورن شو، چې په یو پارک کې یې د خپل کتاب د خرڅولو پر مهال یو کس سره د روسیې د پوځ په اړه خبرې وکړې.

هغه کس چې نیکونوف ورسره خبرې کړې وې، پولیسو ته راپور ورکړ او ويې ویل چې لیکوال ده ته سپارښتنه وکړه چې د اوکرایین جګړې ته دې نه ځي، او پر ځای دې يې د اوکراین د جګړې په اړه د روسیې د سیاسي مخالفانو خبرو ته غوږ شي چې څه وايي.

له دې وروسته پلټونکو وموندله چې د نیکونوف د کتاب ادبیات داسې کارول شوي چې موخه يې د روسیې د پوځ بدنامول دی.

پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته په روسیه کې د پوتین ګڼ سیاسي مخالفان ځپل شوي او زندانونو ته اچول شوي دي.