جوبایډن کانګرس ته؛ اوکراین ته ۱۳ میلیارده ډالره دفاعي بودیجه تصویب کړئ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر له خپل اوکرایني سیال سره - ارشیف

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جوبایډن له کانګرس څخه وغوښتل، چې له اوکراین سره د دیارلس میلیارډه ډالرو دفاعي بودیجه تصویب کړي.

د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې، له اوکراین سره د روان کال تر پایه د بشري مرستو په برخه کې د نورو اته میلیارده ډالرو مرستو غوښتنه هم شوې ده.

د پروسږکال له فبروري راپه دې خوا چې روسیې پر اوکراین غیرموجه برید کړی دی، تر اوسه واشنګتن له دغه هیواد سره تر پنځه اویا میلیارډه ډالره ډیره مرسته کړې ده.