د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن پاکستان سره د لوبې تیاری پيلوي

د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو د یوې مخکېنۍ سیالۍ تصویر

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله د پاکستان په وړاندې راروانو درېیو یو ورځنیو یا ۵۰ اووره سیالیو ته د چمتووالي لپاره نن جمعه تمرینات پیلوي.

د کرکټ بورډ ویاند، سید نسیم سادات نن جمعه په دې باب ازادۍ راډیو ته وویل: "نن جمعه به دوی خپل تمرینات پیل کړي. د لوبو تر ورځو به دوی تمرینات کوي، بیا به دوی د اګست میاشتې پر ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه د پاکستان په وړاندې درې یو ورځنۍ سیالۍ وکړي."

د کرکټ ملي لوبډله د چهارشنبې په ورځ سریلانکا ته روانه شوه او دغه مسابقې هلته د افغانستان په کوربه توب کېږي.

افغانستان په تېره مارچ میاشت کې له پاکستان څخه د درېیو شل اووره سیالیو لړۍ ګټلې وه.