طالبانو د پاسپورټ د وېش بهیر کې د یوه نوي پرمختګ خبر ورکړی

خلک د پاسپورټ اخيستلو لپاره غوښتن‌ليکونه سپاري، انځور - ارشيف

د افغانستان د پاسپورټ د وېش په بهیر کې له ستونزو سره سره د طالبانو کورنیو چارو وزارت دغه بهیر کې د یوه نوي پرمختګ خبره کړې ده.

دغه وزارت ویلي، له دې وروسته د پاسپورټ د اخیستو لپاره د تذکرې تایید د پاسپورټ په ریاست کې دننه کېږي.

پخوا د تذکرې تایید د احصایي او معلوماتو ملي اداره کې کېده چې څو ورځې وخت یې نیوه او ګڼو خلکو یې په اړه شکایتونه درلودل.

کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پنجشنبې په ورځ د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سره د یوې هوکړې له مخې د دغې ادارې او پاسپورټ ریاست معلوماتي سیستمونه سره ونښلول شول.

دا پرمختګ داسې مهال کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د پاسپورټ وېش ډېر ستونزمن او پېچلی شوی او په میاشتو میاشتو خلکو ته نه رسېږي.