پولنډ د بېلاروس پولې ته د لس زرو اضافي سرتېرو د لېږلو پر پلان کار کوي

د پولنډ دفاع وزیر ماریوس بلاشاک د خپلو ځواکونو د روزنې پروګرام ته د وینا پر مهال

د پولنډ د دفاع وزیر ماریوس بلاشاک وایي، حکومت یې د بېلاروس پولې ته د لس زرو اضافي سرتېرو د لېږلو پر پلان کار کوي.

نوموړي نن ویلي چې د دې ګام هدف د پوله ساتو ځواکونو پیاوړتیا ده.

بلاشاک ویلي، دوی د بېلاروس پولې ته دغه سرتېري د دې لپاره لېږي څو یرغلګر وډار کړي چې د برید جرئت ونه کړي.

بېلاروس په سیمه کې د روسیې متحد دی او روسیه کې د واګنر جنګیالیو له بغاوت وروسته د دغې ډلې زرګونه جنګیالي بلاروس کې ځای په ځای شول.

بېلاروس کې د واګنر جنګیالیو ځای په ځای کېدو د پولنډ په ګډون د ناټو د نورو غړو اندېښنه پارولې ده.