د امریکا د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان له هرمز تنګي تېر شوی

ارشیف

د امریکا د متحدو ایالتونو مرکزي قوماندانۍ، سینټکام، وویل چې عمومي قوماندان یې جنرال مایکل اریک کوریلا په ټوماس هاډنر جنګي بېړۍ کې له هرمز تنګي تېر شوی او په متحده عربي اماراتو کې له لنډې دمې وروسته په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواک اډې ته رسېدلی دی.

د دې راپور له مخې، جنرال کوریلا په متحده عربي اماراتو کې د دغه هېواد له لوی درستیز جنرال عیسي سیف محمد المزروعي سره کتلي او بیا بحرین ته تللی دی.

امریکا په وروستیو ورځو کې منځني ختیځ ته زرګونه ځواکونه لېږلي دي.