د پولنډ دفاع وزارت له بېلاروس سره ګډ سرحد ته نور پوځیان استوي

د پولنډ سرتېري

د پولنډ دفاع وزارت د دې هېواد د سرحدي ځواکونو هغه غوښتنه منلې ده چې له بېلاروس سره ګډ سرحد ته نور پوځي ځواکونه واستوي.

د پولنډ دولتي خبري آژانس 'پي اې پي' نن دا خبر ورکړ.

د پولنډ د کورنیو چارو وزارت مرستیال پرون وویل، وروسته له دې چې له بېلاروس څخه پولنډ ته د خلکو د غیرقانوني اوښتو په هڅو کې زیاتوالی راغی، سرحدي ځواکونو له دفاع وزارت څخه سرحد ته د زر تنه اضافي سرتېرو د استولو غوښتنه کړې وه.

پولنډ دا پرېکړه داسې مهال کوي چې په تېرو څو اونیو کې له بېلاروس سره د دې هېواد ګډ سرحد ته نږدې د روسیې د واګنر ګروپ ملېشې لیدل شوي دي.