بریتانیا د ایران پر لسګونو شرکتونو او افرادو نوي بندیزونه ولګول

د ایران بیرغ

د بریتانیا حکومت د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو د تولید پر صنعت او له شلو زیاتو نورو شرکتونو او افرادو نوي بندیزونه اعلان کړي دي.

لندن تور لګولی، چې دا شرکتونه او افراد، روسیې ته د اوکراین په جګړه کې وسلې او تجهیزات برابروي.

د بریتانیا د بهرنیوچارو وزیر جیمز کلیورلي نن د اګست اتمه وویل، د ده د هېواد دا اقدام به د ولسمشر پوتین د وسلو سرچینه محدوده او روسیې ته د وسلو د استولو لړۍ بنده کړي.

پر اوکراین د روسیې له غیرموجه برید وروسته لویدیځو هېوادونو پر مسکو پراخ بندیزونه لګولي دي.

د بریتانیا د نویو بندیزونو له مخې په ایران، بېلاروس، سلواکیا، سویس، ترکیه، متحده عربي اماراتو او روسیه کې ۲۵ شرکتونه او افراد په نښه شوي دي.