ټاییس رویټن: اروپايي هېوادونو خپل زیانګالي افغان همکاران نه دي ایستلي

ارشیف: د کابل له هوايي ډګر څخه د تخلیې پروګرام یو انځور

د اروپا د پارلمان غړي ټاییس رویټن نیوکه کړې چې اروپايي هېوادونو ټول هغه زیانګالي افغانان نه دي راایستلي چې د اروپايي ټولنې او نورو ماموریتونو لپاره یې خدمت کړی دی.

رویټن دا خبرې پرون د اروپا د پارلمان یوې ناستې ته کړي.

هغه خپلې خبرې په ایکس شبکې / پخواني ټوېټر کې خپرې کړي دي.

رویټن ویلي، له دغو ځینو زیانګالو افغانانو چې اروپايي ټولنې سره یې کار کړی ان ځینې وژل شوي هم دي.

هغه ټینګار کړی چې د اروپايي ټولنې اړوند دفترونه او هېوادونه باید د زیانګالو افغانانو د راایستلو په برخه کې پوره سپيناوی ورکړي.

د همدې اګست په وروستیو کې به له افغانستانه د لسګونه زره کسانو د را ایستلو د ماموریت دویم کال پوره کېږي.

د راپورونو له مخې زرګونه له خطر سره مخ خلک لا هم په افغانستان کې پاتې دي او له هغو هېوادونو په تېره بیا اروپايي ټولنې او امریکا ګیله من دي چې دوی ورسره په افغانستان کې کار کړی دی.