د پاکستان په بلوچستان کې بمي چاودنې ۷ کسان وژلي

ارشیف

د پاکستان د بلوچستان ایالت تربت سیمه کې یوې بمي چاودنې لږ تر لږه اوه کسان وژلي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دوشنبه ناوخته د سړک غاړې بمي چاودنه په یوه موټر باندې شوې.

د تربت د پولیسو مشر محمد بلوچ امریکا غږ ته ویلي چې وژل شوي کسان په خپل موټر کې یوه واده ته روان وو.

پولیس وایي چې وژل شوي ټول ملکیان وو.

په وژل شویو کې د یوې سیمه ییزې اتحادیې مشر هم شامل دی.

د دغه برید پړه لا چا په غاړه نه ده اخیستې، خو په بلوچستان کې اکثر د دغو بریدونو پړه پر بلوڅ بېلتون پالو اچول کېږي.