بېلاروس د پولنډ او لېتوانیا پولو ته نږدې پوځي تمرینات پیل کړي

د بېلاروس سرتېري د پوځي تمریناتو پر مهال

بېلاروس د دوشنبې په ورځ له پولنډ او لېتوانیا سره خپلې پولې ته نږدې پوځي تمرینات پیل کړل.

د بېلاروس او د ناټو د دوو غړو تر منځ کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې د جون په میاشت کې په روسیه کې د لنډي بغاوت وروسته د مسکو پورې تړلې واګنر ګروپ اجیرې ملېشې بېلاروس ته ولېږدول شوې.

پولنډ او لېتوانیا دواړو په خپلو پولو کې امنیتي تدابیر وروسته له هغه زیات کړل چې د بېلاروس په منځګړیتوب د یوې معاملې له مخې زرګونه واګنر جنګیالي دغه هېواد ته ورسېدل.

د ویلو ده چې بېلاروس د اوکراین په جګړه کې د مسکو ملاتړ کوي.