د عمران خان مدافع وکیل له ده سره زندان کې ګوري

عمران خان څو ورځې مخکې پولیسو بیا نیولی او دا مهال زندان کې دی.

د عمران خان مدافع وکیل وايي، ده ته اجازه ورکړل شوې چې د فساد په قضیه کې د پاکستان پر پخواني صدراعظم د حبس د حکم پر ضد د دعوې له پیلولو مخکې نن له هغه سره په زندان کې وګوري.

د کرکټ پخوانی ستوری، د تحریک انصاف ګوند مشر اویا کلن عمران خان د هغه سیاسي کړکېچ اصلي محور دی چې ده ته د پارلمان له خوا د عدم اعتماد رایې له ورکولو وروسته تېرکال په پاکستان کې پیل شوی دی.

له دې کړکېچ سره، داسې مهال چې پاکستان له اقتصادي بحران سره هم لاس ګرېوان دی د اټومي وسلو لرونکي دې هېواد کې د بې ثباتۍ له کبله اندېښنې په زیاتېدو دي.