په تهران کې د طالبانو سفارت د پاسپورټ وېش پیلوي

په تهران کې د طالبانو په کنترول کې د افغانستان سفارت

په تهران کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو په کنترول کې دی، ویلي چې په ایران کې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټ وېش پیلوي.

د سفارت له پرونۍ خبرپاڼې سره سم، فضل محمد حقاني ویلي چې د پاسپورټ تدریجي وېش به له نوزېږو ماشومانو پیل کړي، وروسته به محصلانو ته هم پاسپورټونه ورکړل شي.

په تهران کې د طالبانو تر کنترول لاندې سفارت شارژدافېر د ایران د بهرنیو چارو وزارت د پاسپورټ د څانګې له ريیس سره هم کتلي او له هغه یې غوښتي په ایران کې د زېږېدلیو افغان ماشومانو د اسنادو په برخه کې همکاري ورسره وکړي.