​​​​د مسکو 'ونوکوو' هوايي ډګر بیا تړل شوی و

د مسکو ونوکوو هوايي ډګر یوه څنډه

پرون په یوه اوونۍ کې د دویم ځل لپاره د مسکو ونوکوو هوايي ډګر وروسته له هغې د لنډ وخت لپاره وتړل شو، چې د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین پر مسکو د یوې بې پیلوټه الوتکې د حملې د مخنیوي راپور ورکړ.

د مسکو دغه بوخت هوايي ډګر په داسې حال کې تړل کېږي چې د اوکراین پوځ وړمه شپه په دغه هېواد کې د میزاییلو او بې پېلوټه الوتکو د حملو خبر ورکړ.

د روسیې د دولتي اژانس تاس د راپور له مخې د ونوکوو هوايي ډګر مطبوعاتي دفتر ویلي، د ځینو دلایلو له مخې په دغه هوايي ډګر کې الوتکو پر راتګ او تګ د لنډ وخت لپاره محدودیت لګول شوی دی.

دغه هوايي ډګر د جولای پر ۳۰مه هم د اوکراین د یوې بې پېلوټه الوتکې تر حملې وروسته د لنډ وخت لپاره تړل شوی و، په هغه حمله کې د مسکو د دوو دفترونو ودانیو ته زیان اوښتی و.