د هند له لوري فضا ته استول شوې ستوربېړۍ د سپوږمۍ مدار ته رسېدلې

ارشیف

د هند له لوري فضا ته استول شوې ستوربېړۍ د سپوږمۍ مدار ته رسېدلې ده.

د هند د فضايي تحقیقاتو ادارې پرون یکشنبه وویل چې د چاندریان ۲ په نوم ستوربیړۍ یې د شنبې په ورځ د سپوږمۍ مدار ته داخله شوه.

دا ستوربېړۍ به د روان اګست د ۲۳ او ۲۴ ترمنځ د سپوږمۍ په هغه ساحه کې ښکته شي چې تر دې وړاندې نورې سپوږمکۍ نه دي ښکته شوي او فضايي څېړونکي یې په اړه لږ معلومات لري.

دا سپوږمکۍ د جولای په ۱۴ مه د هند په جنوب کې په اندراپردېش ایالت کې د ساتیش دهوان له فضايي مرکزه فضا ته توغول شوې وه.

هند څلور کاله پخوا هم هڅه کړې وه چې د سپوږمۍ دې برخې ته سپوږمکۍ ولېږي، خو بریالی نه شو.