پاکستان: د اورګاډي د اوښتو تلفات ۳۰ تنو ته ورسېدل

د پېښې سیمه

پاکستان کې له پټلۍ د اورګاډي اوښتو پېښه کې د وژل شویو شمېر ۳۰ کسانو ته رسېدلی.

چارواکي وايي، د سیند له نواب شاه ضلعې سره نېږدې له پټلۍ څخه د مساپر وړونکي اورګاډي د ښویېدو په پېښه کې په وژل شویو دېرشو تنو سربېره ۷۰ تنه ژوبل هم دي.

د سیند د سکر زون د اورګاډو ادارې یو لوړپوړي چارواکي محمود الرحمان لاکو د ازادې اروپا مشال راډیو ته وویل چې د اګسټ پر شپږمه د هزاره اېکسپرېس په نوم د اورګاډي ۱۰ ډبې یا بوګۍ له پټلۍ واوښتې.

ده وویل، چې په ژوبلو کې د ۱۵ روغتیايي حالت خراب دی.

لاکو زیاتوي، چې اورګاډی له کراچۍ څخه د خیبر پښتونخوا د اېبټ اباد حوېلیا سیمې ته پر لاره و، چې د پېښې ښکار شو.

تر اوسه معلومه نه ده چې اورګاډی ولې له پټلۍ واوښت خو چارواکي زیاتوي چې پلټنې روانې دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، د ژغورنې او مرستو په چارو کې د ملکي ادارو کارکوونکو او پوځي سرتېرو برخه اخیستې ده.

په پاکستان کې تر دې مخکې هم د اورګاډو بېلابېلې پېښې شوې دي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د روان کال د اپرېل پر ۲۷مه په سيند په کراچۍ اېکسپرېس نومي اورګاډي کې د اور لګېدو په پېښه کې د یوې ښځې او څلورو ماشومانو په ګډون اووه تنه ووژل شول.

تر دې مخکې په فبرورۍ کې له کوټې څخه پېښور ته په تلونکي اورګاډي کې په چاودنه کې یوه ښځه وژل شوې وه او درې ژوبل شوي ول.

د ۲۰۲۱ز کال په جون کې په سیند کې د دوو اورګاډو په ټکر کې ۶۲ تنه وژل شوي او تر ۱۲۰ زیات ژوبل شوي ول.