جاپان : د نړۍ مشران دې د اټومي جګړې د خطر کمولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي

د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا

په جاپان کې چارواکو د نړۍ له رهبرانو وغوښتل چې د اټومي جګړې د خطر کمولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن یکشنبه د جاپان پر هیروشیما د اټومي بم د کارونې ۷۸یم کال پوره شوه.

د ۱۹۴۵م کال د اګست میاشتې پر شپږمه شا و خوا یولک او ۴۰زره کسان په هیروشیما او تر هغه درې ورځې وروسته په ناګاساکي کې څلوراویا زره کسان هغه وخت ووژل شول، چې د امریکا متحدو ایالتونو، د دویمې نړیوالې جګړې تر ختمېدو څو ورځې مخکې د جاپان پر دغو دوو ښارونو اټومي بمونه کارول.

د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا په هیروشیما کې نن جوړو شویو مراسمو ته وویل: "جاپان یوازنی هېواد دی، چې د جګړې پر مهال یې له اټومي بمونو کړاو ګاللی، خو له اټومي وسلو د نړۍ د پاکېدو د هدف پر لوري به خپلو هڅو ته دوام ورکوي."

کیشیدا د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش له څرګندونو سره خپل غږ ملګری کړ، چې پر هیروشیما د اټومي بم د حملې د کلیزې په مناسبت یې په یوه اعلامیه کې ویلي وو، ځینې هېوادونه یو وار بیا په بېباکانه ډول اټومي تورې شرنګوي او د بربادۍ د ابزارو د کارولو ګوتڅنډنه کوي.

د هیروشیما مراسمو ته د تېر کال په څېر سږکال هم د اوکراین د بحران له کبله روسیه او بېلاروس نه دي وربلل شوي.