مریم اورنګزېب: د عمران خان نیول سیاسي انګېزه نه لري

د پاکستان مخکېنی صدراعظم عمران خان

د پاکستان د کابینې یوه وزیره وايي، د پخواني صدراعظم عمران خان نیول کېدل، سیاسي انګېزه نه لري.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزېب پرون په اسلام اباد کې د ټلویزیوني وینا پر مهال دا خبره وکړه.

نوموړې وویل: "که د چا په ذهن کې دا ابهام شته چې عمران خان د سیاسي انګېزې له مخې نیول شوی، یا هڅه کوي دا ډول یو بیان جوړ کړي، پوه دې شي له ۱۴ تر ۱۵ میاشتو پورې د څېړنو او محاکمې پروسه بشپړه شوې وروسته محکمې خپل حکم صادر کړی."

عمران خان پرون په لاهور کې په خپل استوګنځي کې په داسې حال کې ونیول شو، چې تر هغه څو ساعته مخکې محکمې هغه په درې کاله بند محکوم کړ.

هغه یو وار د مې میاشتې پر نهمه نېټه هم نیول شوی و.

ده د اداري فساد ټول ۱۵۰ تورونه چې پرې لګول شوي، رد کړي او وايي سیاسي انګېزه لري.

عمران خان چې د تېر کال په اپریل میاشت کې د عدم اعتماد رایې له اخیستو وروسته له واکه لیرې کړای شو، د اټک زندان ته لېږدول شوی دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند چې عمران خان یې مشري کوي، له پرون راهیسې په ټول پاکستان کې د اعتراضونو پرېکړه کړې، خو داسې راپورونه ورکړل شوي، چې امنیتي ځواکونو د دغو اعتراضونو مخه نیولې ده.