سعودي: د اوکراین جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې پيل شوې

تصویر له ارشیف څخه: د اوکراین ولسمشر په سعودي عربستان کې

د امریکا متحده ایالاتو، چین او هند په ګډون د ۴۰ هېوادونو لوړ پوړو چارواکو د شنبې په ورځ ( د اګسټ ۵ مه) په سعودي عربستان کې خبرې اترې پیل کړې.

کییف او متحدین یې هیله لري، چې دا خبرې به په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د مهمو اصولو په اړه یوې موافقې ته لار هواره کړي.

د رویټرز په وینا، دا دوه ورځنۍ غونډه د اوکراین د ډیپلوماتیکو هڅو یوه برخه ده چې له غربي هېوادونو ور هاخوا هم د نړۍ د نورو هېوادونو ملاتړ جلب کړي.

د اوکرایین استازي وویل چې خبرې به "سختې" وي.

خو دا لا څرګنده نه ده چې ایا دا خبرې اترې به د ګډې اعلامیې د وړاندې کولو په هدف ترسره شي او که نه.