کډوالو چارو وزارت: نیږدې زر افغان کډوال پاکستان نه هېواد ته را ستانه شوي

تورخم ښارګوټی، ډېر افغانان په همدې لاره پاکستان ته تګ راتګ کوي

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې د اسد له ۷ څخه تر ۱۲ مې نیټې پورې شاوخوا زر تنه افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ (اګسټ ۵) په خپل ټویټر کې لیکلي: د هغو ۹۴۶ افغان کډوالو له ډلې چې د سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه افغانستان ته داخل شوي ، ۹۲۱ یې په خپله خوښه او ۲۵ نور له بنده خوشې شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په داسې حال کې د افغان کډوالو د راستنیدو خبر ورکوي چې د نړیوالو بنسټونو او موسسو په وینا د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ او د اقتصادي کړکېچ په زیاتیدو سره له افغانستان څخه سلګونه زره کسان وتلي دي.

اکثر دا کسان ګاونډیو هېوادونو ته مهاجر شوي دي.