دوو ایراني خبریالانو په اسټرالیا کې پناه غوښتې ده

د اسټرالیا بیرغ

دوه ایراني خبریالان چې د ښځو د نړیوال جام د خبري پوښښ لپاره اسټرالیا ته تللي وو، خپل هېواد ته د ستنیدو اراده نه لري او د پناه غوښتنه یې کړې.

د ایران ورځپاڼې ورزشي مسوول سعید زاهدیان او د دې ورځپاڼې عکاس نعیم احمدي رسنیو سره په مرکه کې ایران ته د نه ستنېدو یادوونه کړې.
خو د ایران د خبریالانو کلب لیکلي،چې دا خبریالان په رسمي توګه نه وو استول شوي؛ بلکې سفر یې شخصي وو.

په ایران کې د تېر سپټمبر د مظاهرو له پیل راهیسې چې علت یې د پولیسو په قید کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني وژل کېدل وو ګڼو ایراني ورزشکارانو، خبریالانو او فعالانو چې بهر ته تللي هلته یې د پناه غوښتنې کړي.