تحریک انصاف ګوند: د عمران خان په ملاتړ لاریونونه کوو

د عمران خان یو پلوی د پاکستان او تحریک انصاف ګوند د بیرغونو د لېږد پر مهال

د عمران خان تر نېول کېدو وروسته تحریک انصاف ګوند په پاکستان کې د لاریونونو اعلان کړی دی.

د دغه ګوند مرستیال شاه محمود قریشي په خلکو غږ کړی چې احتجاج ته راووځي.

هغه ویلي، چې عمران خان د پاکستان د راتلونکې لپاره مبارزه کوي او په دې لار کې باید یواځې پرېنښودل شي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان په ځینو ښارونو کې د شنبې په ورځ ناوخته خلک لاریونو ته وتلي خو دولتي رسنۍ دا لاریونونه خلکو ته نه ورښيي.

تحریک انصاف ګوند هغه قاضي په بې انصافۍ اؤ تعصب تورن کړی چې عمران خان ته یې د درېیو کلونو بند او یو لک روپیو جرمانې سزا اورولې ده.

عمران خان د ګډوډۍ په جوړولو او فساد تورن دی.

په هغه تور دی چې د صدراعظمۍ په وخت هغه ته رسېدلې قیمتي ډالۍ یې خرڅې کړي.
خو د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزیب ویلي، چې عمران خان په سیاسي ملحوظاتو نه دی نیول شوی؛ بلکې هغه د ته سپيناوي بشپړه موقع ورکړل شوې وه.