پسرلی: د بې کورۍ ستونزه کې برېتانیا ته تللي افغان کډوال هم ملامت دي

په برېتانیا کې د یوه کور انځور

د کډوالۍ د حقونو مدافعین اندېښنه ښيي، چې د برېټانیا د حکومت او محلي چارواکو تر منځ همغږي نشته او دې مسلې د افغانانو د دایمي هستوګنې چاره ټکنۍ کړې ده.

د برېټانیا حکومت نږدې ۹ زره افغان کډوالو ته له هوټلونو د وتلو امر کړی دی.
برېټانیا د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې څه باندې ۲۱ زره کسان له افغانستان واېستل چې له دې ډلې یوه لویه برخه لا هم کورونه نه لري.

په دې اړه صفي الله ستانکزي په برېټانیا کې مېشت د کډوالو د حقونو له مدافع او لیکوال ګل ولي پسرلي سره مرکه کړې ده.

په سر کې یې د افغانانو د دایمي هستوګنې د ټکنۍ پروسې د اصلي عواملو په اړه پوښتنه ترې کړې ده.

د مرکې د اورېدو لپاره دا لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ګل ولي پسرلي سره مرکه