یونان: د کډوالۍ د وضعیت ښه کېدو په اړه غونډه شوې

بې برخلیکه کډوال - ارشیف

د یونان حکومت د جمعې په ورځ د کډوالۍ د وضعیت پر ښه کېدو په داسې حال کې غونډه وکړه، چې له ترکیې او د مدیترانې سمندرګي په شا و خوا کې له پرتو هېوادونو ۱۰۲ نور پناه غوښتونکي هم یونان ته واوښتل.

په همدې حال کې د سمندر له لارې یونان ته د اوښتونکو پناه غوښتونکو شمېر خورا زیات شوی دی.

د یونان د حکومت یوه اعلامیه وايي، د سمندري تجارت وزیر، پولیسو او د کډوالۍ چارواکو پر ګډ اقدام خبرې وکړې.

د یونان په ایوروس (Evros) کې پولیسو د ترکیې سرحد ته څېرمه ۱۰۲ پناه غوښتونکي موندلي چې له ډلې یې ۵۵ یې د سوریې او ۴۶ نور د عراق او یوه ښځه د لبنان دي.

دغه کسان چې ۵۳ په کې ماشومان دي، وروسته د کډوالۍ د ثبت نږدې مرکز ته بېول شوي دي.