هند: کشمیر کې ۳ سرتېري له یاغیانو سره جګړه کې وژل شوي

یو شمېر هندي سرتېري - ارشیف

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له مشکوکو یاغیانو سره په وسلواله شخړه کې درې هندي سرتېري وژل شوي دي.

د هند پولیسو نن شنبه دا خبر داسې وخت ورکړی، چې د دې لانجمنې سیمې د موقف ختمولو او پر دې سیمې د نوي ډیلي د مستقیمې واکمنۍ د نافذېدو څلور کاله پوره شول.

پولیس وايي تېره شپه د پوځ ګزمې په هالان ځنګلي سیمه کې په وسلوالو یاغیانو پسې لټون کاوه، چې ورسره په جګړه واوښتل او په وسلواله نښته کې درې سرتېري سخت ټپیان شول، خو وروسته یې ساه ورکړه.

پولیس وايي د وسلوالو یاغیانو د موندنې عملیات لا هم روان دي.

له کله چې د ۲۰۱۹م کال په اګست میاشت کې صدراعظم نریندرا مودي د هند تر ولکې لاندې د کشمیر چې اکثریت اوسېدونکي یې مسلمانان دي محدوده کورواکي ختمه کړه، په دې لانجمنه سیمه کې د وسلوالو یاغیانو او دولتي ځواکونو ترمنځ وسلوالې شخړې د پام وړ کمې شوې دي.