د برېتانیا له هوټلونو د تازه اېستل شویو افغان پناه غوښتونکو وضعیت خراب بلل شوی

برېتانیا ته یو شمېر لېږدول شوي افغان پناه غوښتونکي

په برېتانیا کې د هغو افغان پناه غوښتونکو وضعیت ناوړه بلل شوی، چې په وروستیو کې د دوی له لنډمهالو استوګنځیو چې په دولتي هوټلونو کې وو، ایستل شوي دي.

نړیوالو اژانسونو پرون راپور ورکړی، په برېتانیا کې د محلي حکومت اتحاد یا (LGA) ویلي د انګلستان په ځینو برخو کې په پنځو کې یوه افغان پناه غوښتونکي، محلي شوراګانو ته ځان بې کوره معرفي کړی دی.

د محلي حکومت اتحاد د برېتانیا له حکومته غوښتنه کړې چې د هغو افغان پناه غوښتونکو لپاره دې په هوټلونو کې استوګنځي پرانیستي پرېږدي چې هڅه کوي ځانونو ته د ژوند لاره لیکه معلومه کړي.

دغه اتحاد ویلي که داسې ونه شي، په راروانو اوونیو کې به احتمالاً د دغو پناه غوښتونکو په ځانګړي ډول د ښځو وضعیت لا خراب شي.

برېتانیا له زرګونو هغو کسانو سره چې په افغانستان کې یې له برېتانوي ادارو یا هم برېتانوي ځواکونو سره کار کړی و، څه کم دوه کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته د پناه ورکولو ژمنه کړې وه. شا و خوا ۸۰۰۰ پناه غوښتونکي له رسېدو سره سم په هوټلونو کې دېره کړای شول، خو دوی ته تر مې میاشتې اطلاع ورکړل شوې وه، چې له دغو هوټلونو ووځي، بیا دغه موده د درېیو میاشتو لپاره وغزول شوه، چې اوس یې مهلت پای ته رسېدلی دی.